د پلټنې مسؤل
Publish Date: 2026-09-28
Closing Date: 2026-10-05
Reference No: 015
Number of Vacancies: 1
Work Type: Full Time
Salary Range: As Per Organisation Salary Scale
Experience Required: 1+ Years
Probationary Period: Three Months
Contract Type: Permanent
Contract Duration: Permanent
Languages: Dari, Pashto, English
Functional Area: Economy, Banking
Nationality: National
پښتني بانک په اړه:
پښتني بانک چې په ۱۹۵۴ کال کې جوړ شو، یو دولتي مالي بنسټ دی چې د افغانستان بانک له لوري د ټول هېواد په کچه د فعالیت جواز لري. له لومړۍ ورځې راهیسې، دا بانک د افغانستان د مالي سکتور یو بنسټیز ستن پاتې شوی، د مالي شمولیت په پراختیا او د افرادو، سوداګرو او ادارو لپاره د شریعتمحوره مالي حللارو په وړاندې کولو کې مخکښ دی.
بانک د ۱۲۰ میلیونه افغانیو پانګې او ۲۲ کارکوونکو سره د فعالیت پیل وکړ، چې اصلي ونډهوال یې د تقاعد صندوق او د کرنې پراختیا بانک وو. د لرلید لرونکو مشرانو په رهبرۍ کې، بانک ژر وده وکړه، نوې څانګې یې پرانیستلې او حتی په پاکستان کې یې څانګې تاسیس کړې.
د خپل تاریخ په اوږدو کې، پښتني بانک د افغانستان د اقتصادي ودې ملاتړ کړی او د محلي ټولنو او حقیقي سکتورونو ترڅنګ یې فعال رول لوبولی دی. د دې بانک پراخ محصولات او چوپړتیاوې د بازار د بدلونونو سره سم برابر شوي او د روڼتیا، عدالت او شرعي اصولو پر بنسټ وړاندې کېږي.
پښتني بانک د اصلاحاتو او عصري کېدو له لارې خپل عملیات پیاوړي کړي، د حاکمیت چوکاټ یې ځواکمن کړی او د نړیوالو معیارونو سره یې ځان عیار کړی. د نظار پلاوی، د کمپلاینس، خطر او داخلي تفتیش ځانګړې برخې او قوي حاکمیت د دې بانک د حساب ورکونې او باور سرچینه ده.
نن ورځ، پښتني بانک د افغانستان له درنو مالي بنسټونو څخه شمېرل کېږي، چې د نوښت، مقاومت او د ملت د چوپړتیا لپاره د اخلاقي بانکوالۍ له امله پېژندل کېږي.
د دندې لنډیز:
د دندې موخه:
د قوانینو ، مقرراتو طرزالعملونو ، پالیسیو او منل شویو پروسیجرونو په رڼا کې له محدودیت پرته په ټولو مراحلو کې د بانک له کړنو څخه پلټنه کول.
اساسي مسئولیتونه:
دندې او مسؤلیتونه:
1 د ښکیلتیا پلان سره سم اود چمتو شویو چک لستونو پرمټ د اړوند قوانینو ، مقرراتو ، پالیسیو، پروسیجرونو او متحدالمالونو په رڼا کې د شعبو پلټل .
2 د پلټنې په لړ کې د تخلف او تقلب د موندلو په صورت کې ډلمشر خبرول او بېړنی راپور وړاندې کول .
3 اړوند ډلمشر سره د ورسپارل شوی برخی د پلټنو د موندنو شریکول .
4 په کړنو او څیړنی کې د شته ستونزو په باب د بانک له شعبو او کارکوونکو څخه د وضاحتونو غوښتنه .
5 تر پلټنې لاندې شعبې د پالیسۍ کتنه او په باب یې اصلاحی آندونه وړاندې کول .
6 په ناڅاپي پلټنو کې ګډون کول .
7 د کورنۍ پلټنې د مخکنیو موندنو په اړه د شعبو له اصلاحي کړنو څخه ډاډ ترلاسه کول او د اسنادو کتل .
8 په اړوندو دوسیو کې د پلټنې د موندنو حمایوی اسنادو تنظیم ،فهرست د کیفیت او تضمین ډلی سره شریکول.
9 ترپلټنې لاندې شعبو په پیل ناسته او پای ناسته کې ګډون کول .
10 د کورنۍ پلټنې آمریت په ناستو کې ګډون کول .
11 له پالیسۍ ، د پلټنې له سټنډرډونو ، منشور، منول، متحدالمالونو او دندو له لایحې څخه پوهاوی .
12 د پلټل شویو شعباتو د راپورنو په ترتیب کی د ډلمشر سره همکاری کول.
13 د ترپلټنو لاندې برخو د قوت او کمزوریو ارزول .
14 د پلټنی په بهیر کی د پلټنی مسولین د استقلالیت، مسلکی توب او داخلاقی اوچلند داصولوجدآ په نظر کی نیول.
15 د پلټل شوی شعبی دوسیی ترتیب د موندونو پر بنسټ د اسنادو او مدارکو تنظیم ول اود ډلمشر سره د وروستی کتنی په پار شریکول.
16 په ځانګړی پلټنو کی کله چی د آمر له لوری موظف کیږی په موقع راپور وړاندی کول
17 ټاکل شویو موخو د تحقق لپاره د کورنۍ پلټنې آمریت او د پلټنې ډلمشر ددښکیلتیا پلان په ترتیب کی همکاری کول لارښوونو سره سم د اړوندی شعبی پلټل.
18 په اداري کړنو کې د قانون او د کورنۍ پلټنې مسلکي سټنډرډونو سره سم ترپلټنې لاندې کاري ساحه کې د ادارې د چلند ډول او اخلاقي کوډ پالیسۍ له رعایت او پلي کیدو څخه ډاډ ترلاسه کول.
19 د پلټنو په چارو کې د نظم او اغېزمنتیا د ایجاد لپاره د کورنۍ پلټنې ډلمشر د لارښوونو ترسره کول .
20 د دندو د غوره ترسره کولو لپاره خپل ظرفیت لوړول .
21 د بانک د اسرارو او باالخصوص د پلټنې پرمهال د محرمیت ساتل .
22 د راټولولو ، ارزیابۍ او معلوماتو په بهیر کې د بې پرو ، خپلواکو او مسلکي کړنو د ترسره کولو لپاره د کورنۍ پلټنې آمر او ډلمشر د لارښوونو پلي کول .
23 د قوانینو ، مقرراتو او پښتنې بانک د موخو په رڼا کې د کورنۍ پلټنې ډلمشر، مدیراو آمر له لورې د ټولو سپارل کېدونکو دندو ترسره کول .
24 د بانک له سرچینو ، شتمنیو ، او توکو څخه ساتنه او اغېزمنه ګټه اخیستنه.
25 "د کورنۍ پلټنې له همکارانو ، تر پلټنې لاندې شعبو ، د کورنۍ پلټنې له آمر ا سره د اړیکو او اغېزمنې او مسلکي همغږۍ رامنځته کول او پالل . د پلټنې د ټولو راټولو شویو اسنادو د مستند سازئ او فایلینګ په موخه داجرائیه مسؤل خبرول .
د پلټنې په ټولو مراحلو کې تر پلټنو لاندې مراجعو سره د اغېزمنې همغږۍ او اړیکې جوړول .
زده کړې:
د ګمارنې شرایط( د زده کړو کچه او کاري تجربه):
1 د زده کړې برخه: په اقتصاد ، عامه اداره ، ادار او سوداګرۍ او مالي مدیریت کې د لږ تر لږه لسانس سند درلودل .
2 کاري تجربه: دندې پورې د تړلې لږ تر لږه د دیوی کال کاري تجربې درلودل.
اړین مهارتونه:
1 د ډله ایز کار ، مدیریت او رهبرۍ مهارت درلودل .
2 په ملي ژبو او اینګلیسي ژبه د لیکلو او راپور وړاندې کولو مهارت درلودل .
3 دندې پورې په اړوندو کمپیوټري پروګرامونو تسلط .
4 په کار کې پرېکنده ، ریښتونی ، د غوره چلند خاوند ، نوښتګر ، با ډیسپلینه ، د دندې په وخت پورې پابند ، ډله ایز کارته علاقمند ، مسؤلیت مننونکی ، تصمیم نیونکی او په مسلکیتوب سمبال .
تشویقی موارد :
1 د CIA، ACCA,CPA & CA ,CSAAسند درلودل.
د دندېلایحه په دقت سره مطالعه کوم او د هغې په نظر کې نیولو سره خپلې کړنی ترسره کوم.
د غوښتنلیک سپارلو لارښوونې:
له ټولو لېواله نوماندانو څخه غوښتنه کېږي چې خپل غوښتنلیک (سي وي (CV)، د زده کړو اسناد، او د تذکرې سکن شوې کاپي، ټول په یوه PDF فایل کې) د پښتني بانک د بشري سرچینو (HR) څانګې ته وسپاري.
یوازې بشپړ غوښتنلیکونه به ومنل شي، او یوازې له لنډلست شویو نوماندانو سره به د مرکې لپاره اړیکه ونیول شي.