د بانکدارۍ قانون د ۷۵ مې مادې له مخې، د هغو درنو پېرودونکو بانکي حسابونه چې د لسو پرلهپسې کلونو په موده کې یې هېڅ ډول راکړه ورکړه (بانکي معاملات) نه وي ترسره کړي، د غیرفعاله (راکدو) حسابونو په کتار کې شاملېږي. د دا ډول حسابونو بشپړ لېست چمتو شوی او د پښتني بانک په وېبپاڼه کې خپور شوی دی.
له همدې امله، هغو درنو پېرودونکو ته چې نومونه او حسابونه یې په خپرو شویو لېستونو کې شامل دي، په درنښت خبر ورکول کېږي چې د دې خبرتیا له خپرېدو وروسته د ۹۰ ورځو په موده کې د پښتني بانک نږدې څانګې ته، که په مرکز (کابل) کې وي او که په ولایتونو کې، مراجعه وکړي او د خپلو حسابونو د بېرته فعالولو لپاره ځانګړې فورمه ډکه او اړوند اداري مراحل بشپړ کړي.
که چېرې په ټاکلې موده کې مراجعه ونه شي، نو د یادو پېرودونکو د غیر فعاله حسابونو شتمنۍ به د بانکدارۍ قانون د احکامو له مخې مرکزي بانک ته ولېږدول شي.
درانه پېرودونکي کولای شي د لاندې لینک په کلیک کولو سره د خپرو شویو حسابونو لېست وګوري او خپل حساب په کې ولټوي.
د غیر فعاله بانکي حسابونو لیست:
Nد غیر فعاله حسابونو د لیدلو لپاره لاندې لینک کلیک کړئ:
