دودیزې بانکوالۍ څخه اسلامي بانکوالۍ ته د حسابونو بدلولو خبرتیا

 دودیزې بانکوالۍ څخه اسلامي بانکوالۍ ته د حسابونو د بدلون خبرتیا
 

قدرمنو پېرودونکو،

له ډېر درناوي سره مو خبر کوو چې ستاسو هغه حسابونه چې د پښتني بانک (PB) سره موجود دي، د شرعي اصولو پر بنسټ اسلامي بانکوالۍ حسابونو ته اړول کېږي.

مهرباني وکړئ یادونه وکړئ چې:

ستاسو د حساب شمېره نه بدلېږي؛

ستاسو د حساب نوم نه بدلېږي؛

ستاسو د راکړې ورکړې تاریخچه (Transaction History) هماغسې خوندي پاتې کېږي او نه بدلېږي.

که هر ډول پوښتنه، اندېښنه او یا  د نور وضاحت غوښتنه ولرئ، په درنښت هېله کوو چې له لاندې لارو موږ سره اړیکه ونیسئ:

ویب پاڼه: www.pashtanybank.com.af

بریښنالیک (Email): executive.cso@pashtanybank.com.af

د اړیکې شمېرې: +(93) 202 929 757 / +(93) 202 929 735

د وټس اپ شمېره: +(93) 771 697 743

  فیسبوک: Pashtany Bank

یا هم کولای شئ خپلې نږدې د پښتني بانک څانګې ته مراجعه وکړئ.

یادونه: که تاسې د یادې خبرتیا له نېټې څخه د ۳۰ (دیرشو) ورځو په موده کې موږ ته هېڅ ډول ځواب و نه لېږئ، دا به ستاسو رضایت وګڼل شي.

مننه!
پښتنی بانک

a1.jpg