
د پښتني بانک درنو پېرودونکو!
اوس تاسو کولای شئ د اسلامي شریعت د لارښوونو پر بنسټ، د پښتني بانک د بشپړ حلال مالي تمویل (مرابحې) له لارې د خپلو کورونو، دفترونو، ځمکو او یا نورو اړتیاوو لپاره د سولر سیسټمونه وپېرئ.
هغه هېوادوال، چې معاشات یې د پښتني بانک له لارې اجرا کیږي، کولی شي د پښتني بانک د مرابحې سیسټم له لارې په شفافو شرایطو او آسانه قسطونو سره د خپلې اړتیا مطابق سولر سیسټمونه وپېري.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره د پښتني بانک وټسپ چینل سره یوځای او یا د 1954 شمېرې سره په اړیکه کې شئ.
پښتني بانک – زمونږ خپل بانک