د کابل سوېل زون د فوټسال په سیالیو کې د پښتني بانک د فوټسال لوبډلې ګډون

۱۴۰۵ چنگاښ ۱۷4 دقیقې لوست
د کابل سوېل زون د فوټسال په سیالیو کې د پښتني بانک د فوټسال لوبډلې ګډون
د پښتني بانک د فوټسال لوبډله، د احمد درمل رحمتي په لوبډلمشرۍ، د خپلو ورزشي وړتیاوو د ښودلو او د سالمې سیالۍ په موخه، د کابل سوېل زون د فوټسال په هغو سیالیو کې ګډون کړی

د پښتني بانک د فوټسال لوبډله، د احمد درمل رحمتي په لوبډلمشرۍ، د خپلو ورزشي وړتیاوو د ښودلو او د سالمې سیالۍ په موخه، د کابل  سوېل زون د فوټسال په هغو سیالیو کې ګډون کړی چې د ۹۶ لوبډلو په ګډون ترسره کېږي. دغه سیالۍ د کابل  سوېل زون له سترو فوټسال سیالیو څخه ګڼل کېږي، چې ګډونوالې لوبډلې په کې د اتلولۍ د ترلاسه کولو لپاره یو له بل سره سیالي کوي.

د پښتني بانک د فوټسال لوبډله، د خپلو لوبغاړو د فني چمتووالي، ټینګې همغږۍ، تجربې او د لوبډلمشر احمد درمل رحمتي د اغېزمنې رهبرۍ پر مټ، هیله لري چې په دغو سیالیو کې غوره لوبه وړاندې کړي او وروستیو پړاوونو ته لاره ومومي.

د یادونې وړ ده چې دغې لوبډلې تر دې وړاندې د روژې میاشتې د فوټسال په جام سیالیو کې د غوره لوبو په ترسره کولو سره د مرستیال اتلۍ (نایب قهرمانۍ) مقام خپل کړی و؛ هغه ویاړ چې د لوبډلې د ودې، هڅو او لوړې وړتیا څرګندونه کوي.

د لوبډلې مسؤلینو هیله څرګنده کړې چې د دوامدار ملاتړ او د لوبغاړو د هڅو په برکت به د پښتني بانک د فوټسال لوبډله په دغو سیالیو کې هم ښې پایلې ترلاسه کړي او خپلې ورزشي لاسته راوړنې به لا پسې وغځوي.

 

96 participated teams

 

د پښتني بانک اجرائیه پلاوي د فوټسال لوبډله د مرستیال اتلولۍ د مقام د ترلاسه کولو له امله وستایله

د پښتني بانک اجرائیه پلاوي په ځانګړو مراسمو کې د بانک د فوټسال لوبډلې له لوبغاړو او روزنیز کادر څخه د روژې میاشتې د فوټسال جام سیالیو کې د مرستیال اتلولۍ د مقام د ترلاسه کولو له امله، د ستاینلیکونو او سپاس‌لیکونو په ورکولو سره قدرداني وکړه.

په دغو مراسمو کې د اجرائیه پلاوي غړو د دې ارزښتناکې لاسته راوړنې مبارکي وویله او د لوبغاړو او روزنیز کادر هڅې، ژمنتیا، یووالی او سیالیزه روحیه یې وستایله. هغوی ټینګار وکړ چې د کارکوونکو ورزشي بریاوې د پښتني بانک د سترې کورنۍ د یووالي، نظم او پیاوړتیا څرګندونه کوي.

اجرائیه پلاوي همدارنګه هیله څرګنده کړه چې د پښتني بانک د فوټسال لوبډله به د خپلې هڅې، زیار او لوړې انګېزې په ساتلو سره په راتلونکو سیالیو کې هم ویاړونه خپل کړي او د بانک لپاره به نورې بریاوې هم ترلاسه کړي.

د یادونې وړ ده چې د پښتني بانک د فوټسال لوبډلې تر دې وړاندې د روژې میاشتې د فوټسال جام سیالیو کې د غوره لوبو په ترسره کولو سره د مرستیال اتلولۍ مقام ترلاسه کړی و او د مسؤلینو او د ورزش د مینه‌والو له خوا یې پراخه ستاینه ترلاسه کړې وه.

 

team1.jpeg

 

team2.jpeg

 

team3