د کابل ښاروالۍ تادیات د پښتني بانک له بانکي سیستم سره ونښلول شو

۱۴۰۵ تله ۲۷4 دقیقې لوست
د کابل ښاروالۍ تادیات د پښتني بانک له بانکي سیستم سره ونښلول شو
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د محصول د برېښنايي راټولولو سیستم (IFMS) د پښتني بانک د بانکي تادیاتو له سیستم سره وصل شوی

د کابل ښاروالۍ تادیات د پښتني بانک له بانکي سیستم سره ونښلول شو
د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو د محصول د برېښنايي راټولولو سیستم (IFMS) د پښتني بانک د بانکي تادیاتو له سیستم سره وصل شوی او له دې لارې د کابل ښاروالۍ د ټولو تادیاتو د ترسره کولو زمینه برابره شوې ده.
 

news-19-01.jpg

 

د دغه سیستم له مخې، کله چې یو کس په پښتني بانک کې د کابل ښاروالۍ اړوند محصول او نورې پیسې تحویل کړي، د تادیې معلومات په برېښنايي توګه د IFMS سیستم ته لېږدول کېږي او د تادیې وضعیت هم په سیستم کې ثبتېږي. له همدې امله، ښاریان له بانکي تادیې وروسته اړ نه دي چې د تادیې رسید یو ځل بیا په فزیکي بڼه د کابل ښاروالۍ دفترونو ته ولېږدوي.
دغه سیستم د ښاري خدمتونو د محصول د کتابچې، ودانیزو جوازونو او د کابل ښاروالۍ د عوایدو د نورو سرچینو اړوند تادیاتو لپاره کارول کېږي. د دغه سیستم له بانکي سیستم سره په نښلېدو سره د تادیاتو، ثبت او د عوایدو د تعقیب بهیر په منظم او برېښنايي ډول ترسره کېږي.