د پښتني بانک او احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک شو!

دغه هوکړه لیک، چې د بانکي چوپړتیاوو د وړاندې کولو، د امارتي تعرفو د تحویلولو او د معاشاتو د منظم او معیاري اجراء کولو په موخه لاسلیک شو، ترڅو د دواړو ادارو ترمنځ همکاري لا اغېزمنه، چټکه او اسانه شي.
په همدې مناسبت، په جوړه شوې ناسته کې د پښتني بانک د عامل پلاوي قدرمن رئیس ښاغلي عبدالواحد رحیمي، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې قدرمن رئیس ښاغلي عبدالقاهر حاجي ادریس، د پښتني بانک مالي آمر ښاغلي عبادالله عابد، د پښتني بانک د بازارموندنې لوی مدیر ښاغلي ادریس احمد ریان، د احصایې ملي ادارې مالي او حسابي رئیس بازي جان سنګین او ویاند ګډون درلود.
په دغې ناسته کې، د هوکړهلیک تر لاسلیک سربېره، د بانکي همکاریو د پراختیا، د چوپړتیاوو د کیفیت د لوړولو، د مالي بهیرونو د ساده کولو او د متقابلې همکارۍ د لا پیاوړتیا په اړه هم بحث او خبرې اترې وشوې.
د یاد هوکړهلیک له مخې، پښتني بانک ژمن دی چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته به په خپلو ټولو بانکي چوپړتیاوو کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړي.