د ۶۴۰ کاروونکو لپاره د انټي‌وایروس سافټویر د تدارکاتو داوطلبۍ اعلان

۱۴۰۵ تله ۲۰| ۱۴۰۵ لړم ۱|کابل

Tender Description

د داوطلبۍ معلومات دلته وګورئ!

د پښتني بانک د اړتیا وړ ۶۴۰ نسخې Symantec Endpoint Protection  سافټویر د تدارک او برابرولو لپاره، د مشخصاتو مطابق:

د پښتني بانک اداره له ټولو واجد شرایطو داوطلبانو څخه بلنه کوي چې د بانک د اړتیا وړ ۶۴۰ نسخو Symantec Endpoint Protection سافټویر د تدارکاتو په داوطلبۍ پروسه کې، د داوطلبۍ د شرطنامې د مندرجو مشخصاتو مطابق، ګډون وکړي.

داوطلبان کولای شي اړونده چاپ شوې شرطنامه د ۱۰۰۰ (زر) افغانیو په بدل کې ترلاسه کړي او خپل آفرونه د شرطنامې د شرایطو، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق، په مهر او سرتړلې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر ۱۰ (لسو) ورځو پورې، د پشتني بانک د عمومي خدماتو عمومي مدیریت ته، چې د باغ عمومي پُل په سیمه کې موقعیت لري، وسپاري.