د داوطلبۍ د مجلس اعلان د ګلبهار سنټر د څلورم منزل، دوهم هال یوه برخه – د پشتني بانک ملکیت
۱۴۰۵ وږی ۷| ۱۴۰۵ وږی ۲۸|کابل
Tender Description
د داوطلبۍ لا ډير معلومات دلته وګورئ!
پشتني بانک د کابل ښار د دوهمې ناحیې اړوند، په ګلبهار سنټر کې د خپل ملکیت د څلورم منزل د دوهم هال یوه برخه د داوطلبۍ د مجلس له لارې د درې (۳) کلونو لپاره په کرایه ورکوي.
هغه انفرادي اشخاص چې د صنفي فعالیت جواز ولري او د یاد ملکیت د قرارداد اخیستلو لېوالتیا ولري، کولای شي خپلې غوښتنلیکونه د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۱) ورځو پورې د پشتني بانک د املاکو عمومي مدیریت ته وسپاري.
غوښتونکي مکلف دي چې د داوطلبۍ په ورځ پخپله حاضر شي، شرطنامه مطالعه کړي او د داوطلبۍ لپاره ټاکل شوی تضمین په نغدي ډول وړاندې کړي.