د پشتني بانک د ملکیت اړوند د ۴۵۰ متر مربع مساحت لرونکي یو باب تهکوۍلرونکی ګدام د داوطلبۍ د مجلس د جوړېدو اعلان

۱۴۰۵ لړم ۱۳| ۱۴۰۵ لیندۍ ۵|مزار شریف ښار

Tender Description

پشتني بانک خپل یو باب تهکوۍ لرونکی ګدام، چې د مزارشریف ښار په لومړۍ ناحیه کې موقعیت لري . . .

پشتني بانک خپل یو باب تهکوۍ لرونکی ګدام، چې د مزارشریف ښار په لومړۍ ناحیه کې موقعیت لري او ۴۵۰ متر مربع مساحت لري، د خپل ملکیت په توګه د داوطلبۍ د مجلس له لارې د درېیو کلونو لپاره په کرایه ورکوي.

هغه انفرادي اشخاص چې د صنفي فعالیت جواز ولري او د یاد ګدام د قرارداد ترلاسه کولو لېوالتیا ولري، خپلې غوښتنلیکونه دې د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د (۲۱) ورځو په موده کې د پشتني بانک د املاکو مدیریت ته وسپاري.

دوی باید پخپله د داوطلبۍ په ورځ حاضر شي، د شرطنامې (داوطلبۍشرایط) مطالعه کړي او تضمین به په نغدي ډول ترلاسه/واخیستل شي.