د پشتني بانک د ملکیت، د ګردي چوک په سرای کې د ۵ نمبر دوکان د داوطلبۍ د مجلس اعلان

۱۴۰۵ وږی ۷| ۱۴۰۵ وږی ۲۸|کابل

Tender Description

د داوطلبۍ لا ډير معلومات دلته وګورئ!

پشتني بانک خپل یو باب (۵) نمبر دوکان، چې د کابل ښار د لومړۍ ناحیې په سرای ګردي چوک کې موقعیت لري او د پشتني بانک ملکیت دی، د داوطلبۍ د مجلس له لارې د درېیو کلونو لپاره په کرایه ورکوي.

هغه انفرادي اشخاص چې د صنفي فعالیت جواز ولري او د یاد دوکان د کرایې قرارداد اخیستلو غوښتنه ولري، خپلې غوښتنلیکونه دې د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د (۲۱) ورځو په موده کې د پشتني بانک د املاکو عمومې مدیریت ته وسپاري. غوښتونکي باید د داوطلبۍ په ورځ په خپله حاضر شي، شرطنامه مطالعه کړي، او تضمین به په نغدو پیسو اخیستل کېږي.