د پښتني بانک د ملکیت د (۷) نمبر یو دوکان د داوطلبۍ اعلان
۱۴۰۵ زمری ۱۵| ۱۴۰۵ وږی ۵|کابل
Tender Description
د داوطلبۍ معلومات دلته وګورئ!
پښتني بانک خپل د (۷) نمبر یو دوکان، چې د کابل ښار د دویمې ناحیې د اندرابي سرای څخه بهر موقعیت لري، د درې (۳) کلونو مودې لپاره د داوطلبۍ له لارې په کرایه ورکوي.
هغه انفرادي اشخاص چې د صنفي فعالیت معتبر جواز ولري او د یاد دوکان د قرارداد اخیستلو غوښتنه ولري، کولی شي خپلې غوښتنلیکونه د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر (۲۱) ورځو پورې د پښتني بانک د املاکو عمومي مدیریت ته وسپاري.
ګډونوال باید د داوطلبۍ په ټاکل شوې ورځ په خپله حاضر شي، د شرطنامې محتوا مطالعه کړي، او د داوطلبۍ تضمین به په نغدو پیسو اخیستل کېږي.