د پښتني بانک د ملکیت د اندرابي سرای د ۹مې شمیرې دوکان د داوطلبۍ د مجلس اعلان
۱۴۰۵ لړم ۶| ۱۴۰۵ لړم ۲۷|کابل
Tender Description
د داوطلبۍ معلومات دلته وګورئ!
پښتني بانک خپل ملکیت، د کابل ښار د لومړۍ ناحیې په اندرابي سرای کې واقع د ۹مې شمیرې دوکان، د داوطلبۍ د مجلس له لارې د درې کلونو لپاره په کرایه ورکوي.
هغه انفرادي اشخاص چې د زرګرۍ د صنفي فعالیت جواز ولري او د یاد دوکان د قرارداد ترلاسه کولو لېوالتیا ولري، خپلې غوښتنلیکونه دې د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د (۲۱) ورځو په موده کې د پښتني بانک د املاکو عمومي مدیریت ته وسپاري.
غوښتونکي بایدپخپله د داوطلبۍ په ورځ حاضر شي، د شرطنامې محتویات مطالعه کړي او تضمین به په نغدي ډول اخیستل کېږي.