د پښتني بانک د مرکزي ودانۍ په ځمکني پوړ کې د موقعیت لرونکي ملکیتي دوکان (۱) د داوطلبۍ د مجلس د اعلان خبرتیا
۱۴۰۵ لیندۍ ۷| ۱۴۰۵ لیندۍ ۲۷|کابل
Tender Description
پښتني بانک خپل یو باب دوکان (۱)، چې د کابل ښار د دویمې ناحیې په مرکزي ودانۍ کې د ځمکني پوړ په برخه کې موقعیت لري او د بانک ملکیت دی . . .
پښتني بانکخپل یو باب دوکان (۱)، چې د کابل ښار د دویمې ناحیې په مرکزي ودانۍ کې د ځمکني پوړ په برخه کې موقعیت لري او د بانک ملکیت دی، د داوطلبۍ د مجلس له لارې د درېیو کلونو لپاره په کرایه ورکوي.
هغه انفرادياشخاص چې د زرګرۍ د فعالیت معتبر صنفي جواز ولري او د یاد دوکان د قرارداد ترلاسه کولو لېوالتیا ولري، کولای شي خپلې غوښتنلیکونه د ۱۴۰۵/۰۹/۰۷ څخه تر ۱۴۰۵/۰۹/۲۷ نېټې پورې د پښتني بانک د املاکو عمومي مدیریت ته وسپاري.
غوښتونکي بایدپخپله د داوطلبۍ په ورځ حاضر شي، د شرطنامې (د داوطلبۍ شرایطو) مطالعه وکړي او تضمین به په نغدي ډول ترلاسه/اخیستل کېږي.