د سیسکو کاتالیست 8300 یوې پایې د تدارک اعلان
۱۴۰۵ تله ۲۷| ۱۴۰۵ لړم ۱۷|
Tender Description
د داوطلبۍ معلومات دلته وګورئ!
پښتني بانک له ټولو واجدو شرایطو لرونکو داوطلبانو څخه بلنه کوي، ترڅو د بانک د اړتیا وړ
(Cisco Catalyst 8300) د یوې پایې د تدارک په داوطلبۍ پروسه کې، د شرطنامې د درج شوو
مشخصاتو له مخې ګډون وکړي.
داوطلبان کولای شي د اړوندې شرطنامې چاپ شوې کاپي د ۱۰۰۰ افغانیو په بدل کې ترلاسه کړي او
خپل آفرونه د شرطنامې د درج شوو شرایطو او د تدارکاتو د طرزالعمل مطابق، په تړلي او مهر شوي
پاکټ کې، د ۱۴۰۵/۰۷/۲۷ څخه تر ۱۴۰۵/۰۸/۱۷ نېټې پورې، د پښتني بانک د عمومي خدماتو آمریت ته،
چې د پل باغ عمومي په سیمه کې موقعیت لري، وسپاري.
ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د پښتني بانک د دویم پوړ د غونډو په تالار کې ترسره شي.