ام پیسه

د ام - پیسه چوپړتیاوې:

په لومړي ځل په افغانستان کې د موبایل له لارې د پیسو د لېږد چوپړتیاو ته ښه راغلاست!
ام- پیسه د افغانستان په هر ځای کې تاسې ته د ځينو بې خطره، باوري او چټکو، مالي خدمتونو لاسرسی وړاندې کوي:

  1. له یوه شخص څخه بل ته د پیسو لېږد.
  2. د وړو پورونو ترلاسه کول او بېرته ورکول
  3. د کرېډېټ پېرل.
  4. د بِل د پیسو ورکړه
  5. د معاشونو ورکړه او ترلاسه کول.

 

دغه چوپړتیاوې د موبایل په مرسته د مالي سرچینو لېږد د لیکلې پیغام یا غږیږ سیسټم له لارې اسانه کوي.زمونږ د عږیز سیسټم مینو په دری ژبو دری،پښتواو انګلیسي د پېرېدونکو لپاره د لاسرسی وړ ده .

ام ـ پیسه ، په بازار کې د روشن د نوښتګرۍ پر بنسټ ، په 2008میلادی کال کې د افغانستان اقتصاد د پياوړتیا په موخه رامنځته شو او ٪ 97 خلکو ته چې بانکي چوپړتیاوته لاسرسی نه لاره مالي چوپړتیاوي وړاندې کړي.

 

د فعالولو طریقه!

د افغانستان په هر ځای کې د یوه حساب د ثبت او فعالولو لپاره له 313 شمېرې سره اړیکه ونیسئ یا د پښتنی بانک / روشن له یوي نږدی څانګې څخه لیدنه وکړې.

ام پیسه: د پیسو حساب دی چې په ابتدايي ډول د ګرځنده ټیلفون په کارولو سره د لاسرسي وړ ګرځي چې د برېښنائي  پیسو جاري کونکي سره ساتل کیږي. دا عموما د ځانګړي ګرځنده تلیفون شمیرې پورې تړاو لري.

 

pb