د مدیریت بورډ
عامل پلاوی منظوره شوې ستراتیژي پلي کوي، عملیاتي کمال رامنځته کوي او قوي کنټرولونه تضمینوي. دې پلاوي ته د فعالیت، د پیرودونکي خدمت، نوښت او د شریعت، مقرراتو او حاکمیت غوښتنو اطاعت مسوولیت سپارل کېږي.
عبدالواحد رحیمي – اجرائیوي رئیس (CEO)
ښاغلی رحیمي له ۲۰۲۴ کال د اګست راهیسې د افغانستان بانک د تصویب په اساس د پښتني بانک د اجرائیوي رئیس په توګه کار کوي. نوموړي د اسلام اباد د نړیوال اسلامي پوهنتون څخه په بانکي او مالي چارو کې لیسانس او په اقتصاد او مالي چارو کې ماسټري ترلاسه کړې ده. د ملي بانک په مالي رهبري کې یې د شتمنیو اداره، محاسبوي اصلاحات او د نقدینې مدیریت پیاوړي کړل. له ۲۰۱۵ راهیسې یې په پښتني بانک کې ستر بدلونونه رامنځته کړي چې پکې د خزانې، پانګونې او سوداګریزې ستراتیژۍ مدیریت شامل دی.
عبادالله عابد – د مالي چارو آمر (CFO)
ښاغلی عابد د مالي چارو یو تجربه لرونکی مدیر دی چې له ۱۲ کلونو زیات کاري سابقه لري. هغه په ۲۰۲۵ کال کې د پښتني بانک د مالي چارو آمر وټاکل شو. د مالي ستراتیژۍ، راپور ورکولو، بودجې او پانګونې مدیریت یې د شفافیت او موثریت پر بنسټ پرمخ وړي. مخکې یې د ملي بانک په کلیدي دندو لکه د مالي آمریت مرستیال آمر او د خطراتو آمریت مرستیال په توګه دنده ترسره کړې ده. نوموړي په کابل پوهنتون کې په مالی او بانکي چارو کېماسټري او په نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد کې په اقتصاد کې لیسانس کړی دی. هغه په پښتو، دري، انګلیسي او اردو ژبو خبرې کوي.
لمر رحماني ستانکزی –عملیاتي آمر (COO)
ښاغلی ستانکزی د افغانستان بانک د تصویب وروسته د پښتني بانک د عملیاتو آمر دی. نوموړي د کاردان پوهنتون نه د سوداګرۍ په اداره کې ماسټري ترلاسه کړې او د بانکي خدماتو په عملیاتو، AML، او پرچون برخه کې اووه کلنه تجربه لري. هغه د عملیاتو په ستراتیژۍ، د خزانې په مدیریت او د نوښت په برخه کې د پام وړ رول لوبولی دی.
ذبیح الله اکبري – د کریډیټ آمر (CCO)
ښاغلی اکبري د پښتني بانک د کریډیټ آمر دی. نوموړي د کابل پوهنتون نه په اقتصاد کې لیسانس او د کاردان پوهنتون نه MBA کړي دي. هغه د افغانستان بانک د مالي څارنې په آمریت کې درې کاله کار کړی چېرته یې چېد Basel معیارونو پلي کول څارل. له ۲۰۱۶–۲۰۲۰ پورې یې د پښتني بانک د خطراتو د آمر په توګه کار کړی دی. نوموړي د کریډیټ د خطر په پالیسۍ او څارنه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.
تازه ګل معروف – د معلوماتي ټکنالوژۍ آمر (CIO)
ښاغلی معروف د معلوماتي ټکنالوژۍ یو تجربه لرونکی متخصص دی چې له لسو کلونو زیات تجربه لري. نوموړي د سودان د فیوچر پوهنتون نه د کمپیوټر ساینس لیسانس کړی او د CCNA، OCP او CEH سندونه لري. هغه په پښتني بانک کې د ډیټا مرکزونو، د ډیزاستر ریکاوري پروژو او د امنیتي سیستمونو په پلي کولو کې مهم رول لوبولی دی. هغه په پښتو، دري، انګلیسي، عربي او اردو روانې خبرې کوي.