د کیفیت ډاډ عمومی مدیریت (Quality Assurance General Manager)

rasheedhotak
Mon, May 26 2025 8:38 AM
26-0

Publish Date

Closing Date

Location

Kabul

Sorry...This form is closed to new submissions.

Post Date: May 21, 2025

Closing Date: May 28, 2025

Reference: 55-2025

Number of Vacancies: 1

Salary Range: As per company salary scale

Years of Experience: 3 years

Probation Period: 3 month

Contract Type: Permanent

Contract Duration: 1 year

Contract Extensible: Yes

Minimum Education: Bachelor's Degree

Gender: Male

 

About Pashtany Bank

Pashtany Bank is a state owned bank established in 1954 and is registered with Da Afghanistan Bank (Central Bank of Afghanistan) under the commercial banking license to operate nation-wide. The Bank has been operating as one of the leading commercial bank and dominated commercial banking sector since its establishment. Its contributions in expanding financial inclusion and providing variety of banking sector products and services has been vital. Moreover, Pashtany Bank has been considerably contributing to the real sectors of economy and the community in addition to its own strategic objectives. To facilitate its customers, the bank has presence in capital city and provinces offering wide variety of products and services based on the market needs and its customers’ expectations. Pashtany Bank started its operations with the initial investment of Afs 120 million employing 22 staff and major shareholding was Pension Fund, Afghanistan Agriculture Bank and some other entities. Since its establishment, Pashtany Bank is committed to excellence and is operating with full transparency, fairness and disclosure to its stakeholders. Mr. Janat Khan Gharwal was appointed as the first president of the bank. He took many initiatives leading the bank to growth in terms of its size. He established 10 new departments within its main office along with five local, four provincial branches, three border branches. In order to meet growing demand of its customers, Pashtany Bank established three foreign branches located in Peshawar, Chaman, and Karachi cities of Pakistan. In the first 19 years, the bank had a strong growth and recovery and expanded its assets size recording strong profitability under his assignment. The bank witnessed significant reforms and the modernization process of the bank is well on track based on the market needs and dynamic financial sector in the region. The bank had more than 50 correspondent banking relations making it a dominant bank in terms of business relations with the top banks in the developed and developing world. Based on the current market needs and growing financial industry, the bank strengthened its corporate governance structure, established an independent Board of Supervisors (BoS) meeting on monthly basis, have independent Compliance, Risk Management and Internal Audit departments. As a result, such moves helped bank in promoting accountability, transparency, disclosure and strong internal controls. In addition to this, the bank invested a lot in its soft infrastructure to meet best international compliance and risk management standards making it a leading institution in terms of corporate governance in the country.

 

Job Summary

د قوانینو ، مقرراتو ، پالیسیو ، پروسیجرونو ، او په پلټنې پورې د تړلیو نړیوالو معیارونو په رڼا کې د کورنۍ پلټنې د راپورونو له کیفیت څخه د ډاډ تر لاسه کولو په موخه تحلیل ، تجزیه ، ارزونه او تدقیق .

د طرزالعملونو ، لارښودونو او د کورنۍ پلټنې له کاري اسنادو سره سم د کورنۍ پلټنې له راپورونو څخه د تېروتنو او نیمګړتیاوو لرې کول ، په همدی توګه د واکوالو مقامونو د لارښوونو ، سپارښتنو او کورنۍ پلټنې د مخکنیو راپورونو په تړاو د شعبو له اصلاحي کړنو څخه ډاډ ترلاسه کول .

 

Duties & Responsibilities

دندې او مسؤلیتونه:

د کورنۍ پلټنې راپورونه د کیفیت له پلوه د کرایتریا (Criteria) پالیسیو، مرتبط قوانینو، مقرراتو،او دپلټنی معیارونو پر بنسټ لیدل او د اړوند ډلوو سره د سمونونو په پارملاحظات شریکول 

د کورنۍ پلټنې آمریت د منل شوي کاري پلان له مخې،اړوند قوانینو، مقرراتو، متحدالمالونو او اړوندو پالیسیو ته په پام سره د شعبو له کړنو، کاري بهیر او کورني کنټرول سیسټم، د خطر مدیریت موثریت شتون څخه ډاډ حاصلول.  

له مهالوېش سره سم د کورنۍ پلټنې له ډلو څخه د راپورنو د مسودو ترلاسه کول، دموندنو د شواهدو او مدارکو کتنه اود پلټنی معیارونو،او کورنۍ پلټنې منوول او پالیسی مطابق یې نظریات لیکل، د ترلاسه شوي راپور مسودې مقدامتي چک (Preliminary Check) په اغېزمن ډول او په موقع ترسره کول او په اسنادو، دوسیو او کاري پاڼو کې د نیمګړتیاوو د هواري په پارد کورنۍ پلټنې ډلو سپارښتنی شریکول او راپورد بشپړولو په موخه یې د کورنۍ پلټنې له آمر او مرستیال آمر سره همغږي کول .

د پلټنې آمریت له پلان سره د راپورونو د موندونود اهمیت کچه ، خطر، ساحو او د تقلب او اختلاس په هکله له مخکې څخه د ټاکل شویو معیارونو،پالیسیو او کړنلارو له شرایطو سره یې برابرول او پرتله کول او په راپور کې د نیمګرټیاوو اصلاح څخه اطمینان حاصلول

له منل شوي فارمټ سره سم د راپور او پای ناستو د مسودې ارزونه او کورنۍ پلټنې د مخکنيو موندنو راپور له تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول . 

په کلنۍ توګه د کورنی پلټنی د راپورونو ،اړینو اسنادو او ډلو د کیفیت له لحاظه د منشور پالیسیو، مقرراتو د پلټنو نړیوال معیارنو سره سم ارزونه او په هکله یی راپور د پلټنی آمریت سره شریکول.

د پلټنې د موندنو پر محتویاتو کتنه ( د قوانینو او مقرراتو یا اقتصادیت ، ګټورتیا او اغېزمنتیا او ټول هغه موارد چې پلټونکی یې په پام کې نیولو سره ارزونه کوي )، وضعیت (د روان وضعیت توضیح او تحلیل) ، لامل (د قوانینو او مقرراتو د نه رعایت ارزونه) ، اغېز (په حساب ورکولو کې تقلب، روڼتیا، عام مالي مدیریت، د بانک د شتمنیو ضایع کېدل،د چوپړتیاوو وړاندې کولو اغیزمنتیا، هوساینه، پرمختګ او اړوندو خطرونو اغېز) او اصلاحي سپارښتنه (د نیمګړتیاوو د سمون وړاندیزونه).

د کورنۍ پلټنې له مؤظفې ډلې څخه دڅیړل شوی برخی دوسیه، کاري پاڼو،د بشپړوالی څخه ډاډ ترلاسه کول.

د کورنۍ پلټنې آمریت ته د پلټنې راپور د مسودې تر استولو دمخه د راپور د مسودې له مخکی ورکړل شوو سپارښتنو په راپور کی د سمونونو او کیفیت څخه ډاډ ترلاسه کول . 

د کورنۍ پلټنې د موندنی، د اړوندی برخی جوابونه، خطرتحلیل او سپارښتنو سره د مطابقت په پارډاډ ترلاسه کول او راپور تصحیح څخه اطمینان حاصلول.

د مخکنی راپورونو موندنې چی تر بیا ځلی څيړنی پوری نوی حل شوی په اوسنی راپور کی د موجودیت څخه ډاډ ترلاسه کول.

د کورنۍ پلټنې آمریت په ناستو کې ګډون کول .

د کورنۍ پلټنې آمریت له منل شوي کلني تعقیبی پلان سره سم د مخکنیو راپورونو تعقیبول . 

د کورنۍ پلټنې آمریت سره د ځانګړو پلټنو په ترسره کولو کې همکاري کول.

د مخکني راپورونو د موندنو استول د بانک ټولو شعباتو ته د منظورشوی پلان د مهالویش سره سم .

د خطراتو په ازونه (Risk Assessment) کې د کورنۍ پلټنې آمریت له مرستیال سره مرسته کول .

د کورنۍ پلټنې آمریت په ناستو کې د اړتیا په صورت کی ګډون کول .

ترپلټنو لاندې شعبو کې د غیر قانوني کړنو د مخنیوي په پار د وړاندیزونو او آندونو وړاندې کول .

د تخنیکي برخو د تعقیب په صورت کې د کورنۍ پلټنې له ډلو سره همغږي کول

د کورنۍ پلټنې آمر او واکوالو مقاموتو له لوري د سپارل کېدونکو کاري پلانونو د راپور چمتو کول او وړاندې کول .

د فعالیتونو د تنظیم او مقتضي کړنو په لړ کې د تصمیمونو د نیول پرمهال د ډلې د غړو د پام راګرځول، لارښوونه کول او مشوره وړاندې کول .

د بانک د اسرارو او محرمیت ساتنه په ځانګړي توګه په هغو حالاتو کې چې پلټنه کېږي .

له قانون سره سم د اداري کړنو ، په اړوندې کاري ساحه کې د چلند ډول مقررې او د ادارې اخلاقي کوډ له تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کول او رعایتول .

د پلټنو په چارو کې د نظم او اغېزمنتیا د ایجاد لپاره تر اثر لاندې تعقیبی او تضمین کیفیت مسؤلینو د دندو تنظیم او مدیریت .

د واکوالو مقاماتو له لورې سپارل کېدونکو ټولو هغو دندو ترسره کول چې له قوانینو ، مقرراتو او د ادارې له موخو او پالیسۍ سره سمون ولري .

د بانک له سرچینو ، شتمنیو ، او توکو څخه ساتنه او اغېزمنه ګټه اخیستنه.

د کورنۍ پلټنې له همکارانو ، تر پلټنې لاندې شعبو ، د کورنۍ پلټنې له آمر او مرستیال سره د اړیکو او اغېزمنې او مسلکي همغږۍ رامنځته کول او پالل .

د تعقیبي راپورونو او د هغوي د اسنادو کتنه او همداراز د کورنۍ پلټنې د راپورونو په تړاو د شعبو له کړنو څخه ډاډ ترلاسه کول

 

Job Requirements

د ګمارنې شرایط( د زده کړو کچه او کاري تجربه):

د دندو دا لایحه د کار قانون 13 مادې په پام کې نیولو او له لږ ترلږه لاندې شرایطو او معیارونو سره چمتو شوې ده: 

د زده کړې برخه:

په اقتصاد ، عامه اداره ، ادار او سوداګرۍ او مالي مدیریت کې د لږ تر لږه لسانس سند درلودل .

کاري تجربه:

دندې پورې د تړلې لږ تر لږه دریو کلونو کاري تجربې درلودل .

اړین مهارتونه:

د ډله ایز کار ، مدیریت او رهبرۍ مهارت درلودل .

 په ملي ژبو او اینګلیسي ژبه د لیکلو او راپور وړاندې کولو مهارت درلودل .

 دندې پورې په اړوندو کمپیوټري پروګرامونو تسلط .

 په کار کې پرېکنده ، ریښتونی ، د غوره چلند خاوند ، نوښتګر ، با ډیسپلینه ، د دندې په وخت پورې پابند ، ډله ایز کارته علاقمند ، مسؤلیت مننونکی ، تصمیم نیونکی او په مسلکیتوب سمبال .

موارد تشویقی:

د CIA، ACCA,CPA & CA ,CSAAسند درلودل.

 

Submission Guideline

Interested candidates are requested to submit their application (CV with the Education Document and Tazkira Scan in one PDF format) to the Human Resources Department, Pashtany Bank.

To apply, please click on the link below: Jobs in Afghanistan | Find your dream job in Afghanistan

Only complete applications will be accepted, and short-listed candidates will be contacted to interview.

Functional Area

Economy
Financial Accounting
Public Administration

Countries

Afghanistan

Provinces

Kabul

Related VacanciesShow all

Back to vacancies